په نورستان کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۴ کیلوګرامه بېروج وپلورل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وږی ۱۴۰۴):

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په مرکز کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمیر وایي، په دغه بولۍ کې ۱۲۴ کیلوګرامه د بېروج ډبرې د ۵۴ میلیونه او ۵۵ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

د نوموړي په وینا، د دې پروسې له لارې به د دولت خزانې ته شاوخوا ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ عواید ور اضافه شي.

مسوولین وايي، د دې ډول شفافو پروسو دوام به نه یوازې د دولت عواید زیات کړي، بلکې پانګوالو ته به د پانګونې نوي فرصتونه هم برابر کړي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قانوني استخراج ته به وده ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button