د ایران او عمان هوکړه؛ هرمز تنګی سمدستي نه پرانیستل کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر “کاظم غریب‌ابادي’ وایي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه شوې هوکړه د دې معنا نه لري چې دغه ستراتیژیک تنګی به سمدستي پرانیستل شي.

غریب‌ابادي ویلي، د هوکړې له مخې د فارس خلیج پر لور د بېړیو د ننوتلو مسیر به د ایران له اوبو او د وتلو مسیر به د عمان اوبو تېرېږي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوی مسیر موقتي دی او ایران او عمان به په راتلونکو ۳۰ تر ۶۰ ورځو کې د یوه دایمي مسیر په اړه خبرې وکړي، څو دغه مسیر د پخواني سمندري ترافیکي مسیر بدیل وګرځي.

غریب‌ابادي زیاته کړې چې د هوکړې له مخې یوازې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره ترتیبات نیول شوي او دا هوکړه د هرمز تنګي د بشپړ او سمدستي پرانیستل کېدو په معنا نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button