یمني ځواکونو بیت‌المقدس او حېفا کې د صهیونیستي ريژیم مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او د غزې د خلکو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د روانې نسل‌وژنې او لوږې د سیاستونو په ځواب کې یې اشغال شوي فلسطین کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د یمن د وسله‌والو ځواکونو د توغندوي ځواک عملیات د بیت‌المقدس لویدیځ کې د صهیونیستي دښمن پر یوه مهم او حساس هدف د «فلسطین۲» هایپر سونیک بالستیک توغندي په وسیله ترسره شول.

یاد عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي او د اسرائیلي وګړي یې د وېرې له امله پناه ځایونو ته په تېښته مجبور کړي دي.

وسله‌وال ځواکونه زیاتوي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې هم په حېفا کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه عملیات په داسې مهال ترسره کېږي چې د یمن ولس د نبي کریم ﷺ د مبارک میلاد د لمانځلو لپاره تیاری نیسي او د اسلامي امت د یووالي او د مظلومې غزې د ملاتړ پیغام بیا تازه کوي.

د یمن وسله‌وال پوځ یوځل بیا ټینګار کړی، چې د خپلو دیني، اخلاقي او انساني مسؤولیتونو تر سره کولو ته به دوام ورکړي، تر څو چې د غزې محاصره پای ته ونه ورسېږي او د هغوی پر وړاندې بریدونه ونه دریږي.

مربوطه مطالب

Back to top button