معاریف ورځپاڼه: یمني توغندي په بریالیتوب د اسرائیلو اهداف په نښه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي رژیم “معاریف” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یمني توغندیو په بریالیتوب سره د تل أبیب په ګډون د اسرائیلو ګڼ شمېر ښارونو کې په بریالیتوب خپل اهداف په نښه کړي دي.

یا ده ورځپاڼه زیاتوي: په یمن د اسرائیلو تر وروستیو بریدونو وروسته، چې د یمني کابینې ګڼ وزیران یې ووژل داسې ښکاري، چې یمن هم په خپل ټول توان د غچ اخیستلو هڅه کوي.

معاریف ورځپاڼه لیکي، چې د یمن له خاورې د بالستیک او کروز توغندیو پرله‌پسې توغول د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیستمونو وړتیاوې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې د یادو بریدونو د ویجاړیو او تلفاتو په اړه که څه هم د اسرائیلو پوځ یا حکومت په رسمي توګه له تبصرو کولو ډډه کوي؛ خو امنیتي سرچینې وايي چې د دې ډول عملیاتو تکرار به د رژیم پر نظامي او سیاسي محاسباتو ژور اغېز وکړي.

ویل کېږي چې یمن د غزې له مقاومت سره د ملاتړ په توګه پر اشغالګرو د بریدونو دوام ته ژمن دی او د صهیونیستي ريژیم لخوا پر یمن پر لپسې هوایي بریدونو د یمن دفاعي وړتیاوې ته د پام وړ زیان نه دی اړولی او لا هم دغه هېواد په اسرائیلي ښارونو د پراخو بریدونو وړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button