سه شنبه, فبروري 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025
کټګوریانې: راپور تاژ, مهم, نړۍ
0
19
ځلې شریک شوی
237
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

احسان تکل

دا هم ولولئ

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

چین نن سهار وختي په “تیان‌آن‌من میدان” کې یو ستر پوځي پریډ ترسره کړ چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ ترسره شو. په دې مراسمو کې د ګڼو ولسمشرانو او د نړۍ د مشرانو تر څنګ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ګډون درلود.

دغه پوځي پریډ د “د چین د جاپان پر وړاندې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا له ۸۰مې کلیزې” په مناسبت ترسره شو. د وسلو په لومړیو صفونو کې ستراتیژیک اټومي بالستیک توغندي ځای پر ځای شوي وو، د “دونګ فینګ – ۵ سي” په نوم، چې د مایع سونګ په واسطه کار کوي او د نړۍ په هر ځای کې د برید توان لري.

په پریډ کې د پرمختللو وسلو ننداره هم وشوه چې په کې لیزري وسلې، اټومي بالستیک توغندي، ستر بې‌پیلوټه الوتکې او د اوبو لاندې بې‌پیلوټه وسایل شامل وو.

د څلور پښو لرونکي پوځي روباټونه هم په دې پریډ کې ښکاره شول. د پوځي کارپوهانو په وینا دا یو “نسبتاً نوی او پام‌ اړونکې” وسله ده چې د استخباراتو، اکمالاتو او حتی د دښمن پر اهدافو د دقیقو بریدونو توان لري.

د پریډ پر مهال د الوتکو یوه ډله د چین ملي بیرغ، د کمونیست ګوند بیرغ او د چین د پوځ بیرغونه پورته کړل. ورپسې ۲۶ هلیکوپټرې د “۸۰” شمېر جوړ کړ، چې د ۸۰ کلونو بریا نښه وه. وروسته درې هلیکوپټرې د “عدالت بریالي کېږي”، “سوله بریالي کېږي” او “ملت بریالي کېږي” شعارونه راوړل.

ګڼ نظامي قطعات:
په پریډ کې د چین د پوځ بېلابېلې څانګې ګډون درلود: د ځمکني پوځ قطعې، سمندري او هوايي ځواک، د توغندیو ځواک، فضا او سایبري ځواک او د معلوماتي ملاتړ قطعات.

ځمکني ځواک زغره‌وال موټرونه، پیاده قطعات، توپخانه، د هوايي دفاع واحدونه او د ترمیم او ساتنې وسایل وړاندې کړل. سمندري ځواک هم خپل یو تشکیلاتي واحد وړاندې کړ.

هوايي ځواک هغه واحد وړاندې کړ چې د جاپاني یرغل پر وړاندې د چین د خلکو د مقاومت جګړه کې یې برخه اخیستې وه. د توغندیو ځواک هم برخه اخیستې وه، چې چین یې “د ستراتیژیک مخنیوي اصلي ځواک” بولي.

د دې ترڅنګ د فضا، سایبري او د معلوماتي ملاتړ ځواکونه لومړی ځل په پریډ کې ښکاره شول. د ولسي وسلوالو پولیسو څلور څانګې هم په خپلو بیرغونو سره برخه لرله.

بېلابېلې وسلې:
چین د نوې وسلو ننداره وکړه چې ځینې یې لومړی ځل وړاندې کېدې. په دې کې د زغره‌والو وسایطو نوی نسل، ټانکونه، د جګړې وسایط، د ۱۹۱ ډول اوږده واټن توپونه او پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه شامل وو.

همدارنګه د بې‌پیلوټه ډرونونو پر ضد دفاعي سیستمونه، لوړ ځواک لیزري وسلې، د مایکرو ویف وسلې او د سایبري جګړې لپاره ځانګړي تجهیزات هم ښکاره شول.

چین د کروز توغندیو لکه “تشانګجیان – ۲۰ ای”، “یینګجي – ۱۸ سي” او “تشانګجیان – ۱۰۰۰” ننداره وکړه چې د اوږده واټن دقیق برید توان لري. د لومړي ځل لپاره د هوايي، سمندري او د توغندیو ځواک کروز توغندي په ګډه وړاندې شول.

د “دونګ فینګ – ۱۷”، “دونګ فینګ – ۲۶ دي” او “یینګجي – ۲۱” په څېر هایپرسونیک توغندي هم ښکاره شول. د چین د اتومي درې‌ګوني ځواک (هوايي، ځمکنۍ او سمندري) وسلې هم وړاندې شوې.

چین ټینګار وکړ چې دا وسلې یې د ملي حاکمیت او د ملت د درناوي لپاره ستراتیژیک ځواک جوړوي.

هوايي ځواک:ج
په پریډ کې د هوايي ځواک پرمختللې جنګي الوتکې، د “H-6” ډوله ستراتیژیک بم‌وَرونکې، د “J-16″، “J-20” او “J-35” جنګي الوتکې، د الوتکې وړونکو لپاره ځانګړې الوتکې او د هوايي دفاع سیستمونه ښکاره شول.

په پای کې د “J-10” ډوله اووه جنګي الوتکو د رنګین لوګي ننداره وړاندې کړه چې د ۱۴ کلونو جګړې (۱۹۳۱ – ۱۹۴۵) نښه وه. مراسم د ۸۰ زره کبوترانو او ۸۰ زره بالونونو خوشې کولو سره پای ته ورسېدل.

لوی ټکي: چین،ځواک،ننداره،روسیه،
مخکینې مطلب

ابو عبیده: زموږ مبارزه د یوې سپیڅلې قضیې لپاره روانه ده، د مقاومت ارادې د افرادو په شهادتونو له مینځه نه ځي

بل مطلب

یمني ځواکونو بیت‌المقدس او حېفا کې د صهیونیستي ريژیم مهم اهداف په نښه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
افغانستان

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
خبرونه

د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
خبرونه

په منځګړو د حماس غږ: صهیونیستي رژیم له جنایتونو را وګرځوئ

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که پر ایران برید وشي سیمه کې به د امریکا- اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړو

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026

وروستي

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

کابینې د کابل اداري کمپلېکس او روغتیايي کادرونو د پرمختګ لپاره غونډه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

یمني ځواکونه: که پر ایران برید وشي سیمه کې به د امریکا- اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړو

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
0

هرات کې د چاپېریال د ساتنې لپاره د پنځوس زره نيالګيو کېنولو لړۍ پيل شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ملېشې پرمختګ حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
0

د اماراتو د ولسمشر د ژوند، ناروغۍ او مړینې په اړه متضاد راپورونه خپاره شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • دفاع وزارت د خپلو دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • معمر القذافي کلونه وړاندې د صهیونیستي ریژیم او امریکا د پلانونو په اړه خبرداری ورکړی و

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبيح الله مجاهد: د اسلامي امارت دریځ دادی چې د ایران-امریکا ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې حل شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عراقچي له امريکا سره د اټومي خبرو دویم پړاو لپاره جېنوا ته ورسېد

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

په منځګړو د حماس غږ: صهیونیستي رژیم له جنایتونو را وګرځوئ

کابینې د کابل اداري کمپلېکس او روغتیايي کادرونو د پرمختګ لپاره غونډه وکړه

یمني ځواکونه: که پر ایران برید وشي سیمه کې به د امریکا- اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړو

هرات کې د چاپېریال د ساتنې لپاره د پنځوس زره نيالګيو کېنولو لړۍ پيل شوه

د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ملېشې پرمختګ حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com