قطر د افغان زلزله‌ځپلو لپاره په څلورو الوتکو کې بشري مرستې کابل ته راولېږلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په لارښوونه د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رسېدلي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په مرستو کې دوه ګرځنده روغتیایي مرکزونه، خوراکي توکي، اړین درمل او د بېړنۍ سرپناه وسایل شامل دي، چې شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي به ترې برخمن شي.

سرچینې زیاتوي، دغه مرستې د قطر د پراختیايي صندوق له خوا برابرې شوې او افغانستان ته د قطر د پلاوي او د مرستو د رسولو مشري د نړۍوالې همکارۍ د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله.

قطري چارواکو ټینګار کړی، چې له افغانانو سره دا مرستې د دوامداره ملاتړ په چوکاټ کې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button