کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې «القسام» لېوا د یوې مهمې اعلامیې په ترڅ کې د «عصا موسی» تر نامه لاندې د نوو عملیاتو پیل اعلان کړ.
یاده اعلامیه، چې د القسام د ویاند “ابوعبیده” په نامه خپره شوې پکې ویل شوي، چې د دې عملیاتو هدف د صهیونیستي دښمن پر وړاندې د مبارزې نوې مرحله پرانیستل دي.
د هغه په وینا، چې د فلسطین مجاهد ولس د کلونو قربانیو وروسته نن په داسې دریځ کې ولاړ دی چې د دښمن پر وړاندې نه ستړي کېدونکې مبارزه پرمخ وړي.
ابوعبیده زیاته کړه: «موږ په دې عملیاتو کې د الله تعالی په مرسته د صهیونیستي پوځ پر اډو، پوځي مرکزونو او مهمو تاسیساتو سخت ګوزارونه کوو. دغه عملیات به دوامدار وي او د فلسطین د آزادۍ، کرامت او خپلواکۍ لپاره به دوام لري.
سرچینې وایي، د «عصا موسی» عملیات د حماس عملیاتو کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي او ښايي د صهیونیستي رژیم پر پوځي او امنیتي وضعیت ژور اغېز وکړي.
په ورته وخت کې فلسطیني ولس د دې عملیاتو د اعلان هرکلی کړی او وایي چې د دوی د وینو او قربانیو نتیجه همدا ده چې مقاومت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي.

















