پاکستان: پنجاب کې سېلاب ۴۶ کسان مړه کړي، درې نيم ميليونه خلک اغېزمن شوي او زرګونه کلي اوبو لاندې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وږی ۱۴۰۴):

د پاکستان پېښو ته د رسېدنې ادارې د معلوماتو له مخې، په پنجاب ایالت کې وروستیو سېلابونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي.

 د دې ادارې مشر عرفان علي کاټهیا وايي، چې تر اوسه په سېلابونو کې ۴۶ کسان مړه شوي، شاوخوا درې نيم ميليونه کسان اغېزمن شوي او نږدې ۴ زره کلي اوبو لاندې کړي دي. د ده په وینا، تر ۱۵ لکه زیات کسان د ریسکیو ټیمونو له خوا ژغورل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې د چناب او راوي سیندونو اوبو په ګڼو سیمو کې کلي او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کړې دي. په ملتان، شجاع‌آباد، لودهرا او کبیر والا کې ګڼې سیمې د اوبو له امله د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي او خلک په خپله مرسته خوندي ځایونو ته کډه کوي.

چارواکي وايي، د راوي سیند په بلوکي، سدهنایي او جسټر کې د سیلاب کچه له منځني څخه تر خورا لوړې کچې رسېدلې ده.

د سېلابونو وړاندوینې ادارې د خبرتیا له مخې، د هند له لوري د اوبو بله څپه د چناب سیند ته ورغلې او د ۹ لکه کیوسکو اوبو لوی سیلابي څپه د سپټمبر په ۶مه او ۷مه شپه د سند ایالت په لور رسېږي. چارواکي اندېښنه ښيي، چې دا به د ځايي خلکو او د کرنیزو ځمکو لپاره لا نورې ستونزې جوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button