د اروپايي ټولنې، روسیې او جاپان لومړنۍ بشري مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی ۱۴۰۴):

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې ۴۰ ټنه توکي پکې شامل دي، د کابل هوایي ډګر ته راورسېده. د يادې ټولنې په وینا، دغه توکي د یونیسف په همکارۍ برابر شوي، او ټاکل شوې چې نن ۹۰ ټنه نور طبي مرستې او ژمني کالي، او راتلونکې اوونۍ ۱۰۰ ټنه طبي تجهیزات هم کابل ته راولېږدول شي.
بل لور ته د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت هم د افغانستان ختیځ کې د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي په موخه خپله لومړۍ جوپه رالېږلې ده. د روسي رسنیو د راپور له مخې، په دې مرستو کې ۲۰ ټنه خوراکي توکي شامل دي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لارښوونه افغانستان ته رالېږل شوي دي.
همداراز، د جاپان بیړنۍ مرستې چې خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، نن کابل ته رارسېدلې دي.
د جاپان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توکي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له لارې افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوي، څو ژر تر ژره د هېواد ختیځو زلزله‌ځپلو ته ووېشل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button