د تيرې شپې زلزلې په کونړ، ننګرهار او لغمان کې ۳۱ کسان ټپیان کړي او کورونه یې زیانمن کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی ۱۴۰۴):

د تېرې شپې په ۹:۲۶ بجې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې د کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول او خلکو ته یې مالي زیانونه واړول. د ملي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، دا زلزله په درې ولسوالیو کې د کونړ او په دوو ولسوالیو کې د ننګرهار تاوانونه اړولي، خو د انسانانو د مرګ خبر نه دی ثبت شوی.

د ننګرهار د مقام د خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې د دره‌نور ولسوالۍ په «مژګنډول»، «ستن» او «املې» کلیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د یو شمېر برسېرنو ټپیانو درملنه یې هماغه ځای کړې ده.

په لغمان ولایت کې د والي ویاند عبدالمالک افغان ویلي، چې په دغه زلزله کې ۹ کسان ټپیان شوي او ۱۸ کورونه زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په شپه د ریښتر په کچه ۶ درجې بله زلزله هم د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له درندو تلفات سره مل شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button