چین د کونړ زلزله‌ځپلو سره د ۷ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی ۱۴۰۴):

چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د نړېوالو پراختیايي همکاریو اژانس د افغانستان ختیځ په ځانګړي ډول د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه ۵۰ میلیونه یوان «شاوخوا ۷.۰۴ میلیونه ډالر» ځانګړي کړي دي.

د سرچینې په وینا، په دې مرستو کې خېمې، کمپلې، خوراکي توکي او نور اړین وسایل شامل دي، چې ژر به د زلزله‌ځپلو سیمو ته ولېږدول شي. چین تر دې وړاندې هم د وروستیو زلزلو د قربانیانو د لاسنیوي په موخه نغدي مرستې کړې وې.

د یادونې ده، چې په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله تر اوسه ۲۲۰۵ تنه شهیدان شوي، ۳۶۴۰ نور ټپیان دي او زرګونه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button