اسرایيلي رسنۍ: د جګړې په ۷۰۰ ورځو کې نږدې دوه زره اسراییلیان وژل شوي او ۲۹,۴۸۵ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی ۱۴۰۴):

د اسراییلي «والا» وېبپاڼې د راپور له مخې، د حماس او اسراییلو جګړه نن ۷۰۰مې ورځې ته ورسېده.

د ياد بنسټ د ورکړو معلوماتو له مخې تر اوسه ۱,۹۵۳ اسراییلیان وژل شوي او ۲۹,۴۸۵ نور ټپیان شوي دي زياتوي چې د وژل شویو له ډلې ۹۰۰ تنه پوځيان دي چې ۴۵۶ یې یوازې د غزې د ځمکنۍ جګړې پر مهال وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د جګړې له پیله تر اوسه د حماس له لوري د اشغال شوې فلسطیني خاورې پر لور تر ۳۷,۵۰۰ زیات توغندي او مرمۍ توغول شوي دي، چې د اسراییلي پوځ ۶,۲۱۸ سرتېري یې ټپیان کړي دي.

راپورونه ښيي، د جګړې له امله تر اوسه له ۱۴۳ زره زیات اسراییلي اوسېدونکي له غزې او شمالي سیمو وتلي او لا هم یو شمېر یې د دوی له لوري اشغال شویو مېنو ته بېرته نه دي ستانه شو

مربوطه مطالب

Back to top button