غزه؛ د مقاومت بریدونو کې ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت ځواکونو د “موسی امسا” په نامه د نویو پیل شویو عملیاتو په لړ کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي ځواکونو پر مرکزونو او ګزمو بریدونه کړي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابوعبیده المیسرة تلویزیوني شبکې ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې د ماینونو او مخامخ جګړو په ترڅ کې د یرغلګر دوښمن پر وړاندې ځپونکي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې مقاومت د اسرائیلي ځواکونو پر زغرهوالو موټرو هم درانه بریدونه کړي او ګڼ شمېر پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال د صهیونیستي پوځ ویاند د خپلو سرتېرو د تلفاتو پخلی کړی؛ خو د دقیقو شمېرو له ورکولو یې ډډه کړې ده.
غزه کې د مقاومت مسؤلین وايي، تر څو چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د دوی بریدونه به دوام لري.



