عبدالملک حوثي: اقصی مو بایللی حرمین هم خوندي نه دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” ویلي، چې د غزې جګړه یوازې د فلسطین مسئله نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت مسئله ده.

حوثي، چې د جمعې لمانځه پر مهال یې ثبت شوې وینا خپریدله وویل: غزه د امت وروستی مرچل دی او که چیرې مقاومت پکې ماته وخوري، نو د حرمینو شریفینو د ساتنې تضمین به هم پاتې نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین مظلوم ولس د امت په استازیتوب د صهیونیستي دښمن پر وړاندې ولاړ دی او ټولو اسلامي ملتونو ته پکار ده چې د دوی ملاتړ وکړي.

حوثي همداراز خبرداری ورکړی، چې د دښمن هدف یوازې غزه نه، بلکې ټول اسلامي هېوادونه دي او که پر وړاندې یې واحد دریځ ونه نیول شي، نو لوی خطر به د امت راتلونکي ته متوجه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button