کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وږی ۱۴۰۴)
د صهیونیستي پوځ د عملياتي خونې پخواني جنرال “يسرائيل زيو” منلې ده، چې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ د سياسي دفتر د پخواني مشر يحيي السنوار وړاندوينې په رښتيا بدلې شوې دي.
نوموړي فارس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «هغه جګړه چې پخوا د اسرائيلو لپاره روا ښکارېده اوس د نړۍ د عمومي افکارو په وړاندې د مشروعيت له سترې ننګونې سره مخ ده او د نتنیاهو د رژيم نړيوال انځور له منځه تللی دی.»
زيو زیاته کړې ،چې د اسرائيلو ملاتړي هېوادونه ورځ تر بلې خپل ملاتړ کموي او السنوار وتوانېد چې د ملګرو ملتونو تر عمومي اسمبلۍ پورې فلسطیني قضیه ورسوي او د فلسطين د حکومت د جوړېدو اعلان د نړيوالو له خوله واوري.
هغه ويلي: «السنوار، له خپل قبر څخه، د اسرائيلو پر وړاندې د بريا لپاره ودرېد.»
دغه اسرائيلي جنرال دوه ورځې وړاندې هم پر نتنياهو سختې نيوکې کړې وې، نوموړي ويلي وو چې نتنياهو فلج شوی دی او د ټرمپ له موافقې پرته هېڅ اقدام نه شي کولی.
د هغه په خبره، د نتنياهو کابينه اسرائيل د غزې په تړانګه کې داسې وژونکو کړنو ته راکاږي چې له جګړيزو موخو سره په ټکر کې دي.
زيو ټینګار کړی، چې د نتنياهو اقدامات يوازې د امريکا د ولسمشر د خوشالولو لپاره دي او د غزې نيواک هېڅ اړتيا نه لري، بلکې د اسرائيلي عسکرو ژوند ته درانه تاوانونه اړوي.