کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ تر سرلیک لاندې په کابل کې جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د اوبیزو، بادي او لمریزو منابعو له پلوه غني هېواد دی، چې له دغو سرچینو کار اخیستل هېواد د ځان بساینې تر څنګ د انرژۍ د صادرولو جوګه کوي.
ملا برادر زیاته کړه، افغانستان د لویو، منځنیو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ ظرفیت لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو له امله د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال دی. نوموړي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو او د موجودو ستونزو د حل لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت د کابینې غړو، د ازبیکستان او ترکمنستان د انرژۍ وزیرانو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک او یو شمېر سفارتونو استازو ګډون کړی و. دغه راز ملا عبدالغني برادر په پای کې پر نړیوالو بنسټونو او هېوادونو غږ وکړ چې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي، ځکه دغه محدودیتونه د بهرنۍ پانګونې بهیر ته زیان رسوي.
















