شجاعیه کې د قدس لېوا بریدونه؛ د یو صهیونیستي قوماندان په ګډون ۳ صهیونیستان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې “سرایة القدس” ځواکونو د غزې تړانګې په ختیځې شجاعیه سیمه کې پر صهیونیستي ځواکونو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

د بریدونو په ترڅ کې د اشغالګرو ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان او ورسره دوه نور صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د قدس لېوا ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ نور عسکر هم ټپیان شوي او د دښمن په لیکو کې ګډوډي خپره شوې ده.

مقاومت ویلي، چې بریدونه به د غزې په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي یرغل پر ضد لا پسې پراخېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button