د برېښنا شرکت رئیس: نړیوال دې نیمګړې پروژې بشپړې او خپلې همکارۍ بېرته پیل کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې برېښنا د ژوند په ټولو برخو کې له زده کړو نیولې بیا تر روغتیا او نورو ټولنیزو اړتیاوو پورې یو اساسي او ضروري عنصر دی، نو اړتیا ده چې نړیوالې ټولنې په دې برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

هغه زیاته کړه، د برېښنا د پروژو بشپړول نه یوازې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي لامل ګرځي، بلکې د ځوانانو لپاره د کارموندنې زمینې هم برابروي.

عمر غوښتنه وکړه چې نړیوال بانک، د آسیا پرمختیايي بانک او نور مرستندویه بنسټونه دې خپلې همکارۍ بېرته پیل کړي او هغه پروژې چې نیمګړې پاتې دي، بشپړې کړي، ځکه د ده په وینا، افغانان د دغو پروژو د بشپړېدو حق لري.

مربوطه مطالب

Back to top button