کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):
د امریکا د روغتیا وزیر ویلي، چې امریکا اوس د نړۍ تر ټولو ناروغ هېواد بلل کېږي.
د ده په وینا، ۷۶.۴ سلنه امریکایان له یوې یا څو مزمنو ناروغیو سره مخ دي، چې په وينا يې دا شمېر د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه، کله چې د ده تره د امریکا ولسمشر و، یوازې ۱۱ سلنه وګړي په مزمنو ناروغیو اخته وو، او په ۱۹۵۰م کال کې دغه کچه درې سلنه وه، خو اوس ۷۶.۴ سلنې ته رسېدلې ده.
د ده په خبره، نن ورځ د امریکا له لسو ماشومانو اته تنه د طبي ستونزو له امله د پوځ په لیکو کې د ګډون وړتیا نه لري.


















