قسام لېوا زیتون سیمه کې درې صهیونیستي ټانکونه په نښه او ویجاړ کړي

کابل ټکی کام) یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۴ل(

د اسلامي مقاومت حماس پوځي څانګې “القــسام” لېوا په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزې په حي الزیتون سیمه کې یې د صهیونیستي پوځ پر زغره‌والو وسایطو بریدونه ترسره کړی دی.

د دوی په وینا، د عملیاتو پر مهال درې مرکافا ټانکونه په دقیق ډول په نښه او له منځه یووړل شول.

د قسام ځواکونه زیاتوي، چې د دښمن د درنو تلفاتو سره مخ شوی او د ټانکونو د سوځېدو له امله سیمه کې لوګي او د اور لمبې پورته شوي دي.

سرچینې وایي، دا ډول پرله‌پسې بریدونه د اسرائیلي پوځ د پرمختګ مخه نیسي او هغوی له سختو ستونزو سره مخ کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button