کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره اوونۍ کې ۱۷ زره او ۴۲۹ کورنۍ د ایران او پاکستان له لوري د اجباري ایستنې وروسته هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، د دې کورنیو غړي ټول ټال له سلو زرو کسانو ډېر دي.
وزارت زیاتوي، چې د دغو کورنیو د ملاتړ لپاره ۱۶۳ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانۍ د نغدو مرستو په ډول د حکومت له لوري ویشل شوې دي.
سرچینه وايي، چې بېرته راستانه شویو کورنیو ته د نغدو مرستو ترڅنګ د خوراکي توکو، څښاک اوبو، وړیا ترانسپورټ، سیمکارتونو او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د کډوالو وزارت زیاتوي، چې د پاکستان د P.O.R کارتونو د مودې له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.


















