کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي “جیروازالیم پوسټ” ورځپاڼې د راپور له مخې د یمن لخوا رامون هوايي ډګر باندې برید د پام وړ او خطرناکه ضربة بللې ده.
ورځپاڼه زیاتوي،چې اسرائیلي پوځ تر اوسه نه ده څرګنده کړې، چې څنګه یمنۍ بېپیلوټه الوتکې وتوانېدې رامون هوايي ډګر وولي؛ خو داسې ښکاري چې دا عملیات د پېچلو تاکتیکونو، ګډوډۍ او ناڅاپي برید له لارې ترسره شوي دي.
ورځپاڼه د صهیونیستي حکومت د چارواکو له قوله لیکي د ایران سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د اسرائیلي هوايي دفاع په جوړښت کې ستر ضعف رامنځته شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چې پر اسرائیلو لازمه ده پوه شي یمنیان د هر ډول شرایطو سره د تطابق او ناڅاپي بریدونو وړتیا لري او ښایي په راتلونکې کې ورته پېښې په جدي ډول تکرار شي.

















