اخوان المسلمین اسلامي هېوادونو ته: که د غزې مرسته ونکړئ تاریخ کې به مو نومونه د خائنانو په توګه ولیکل شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ د غزې د اوسني وضعیت په تړاو پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس د مرستې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یاد غورځنګ په خپل بیان کې ټینګار کړی، چې که اسلامي هېوادونه د غزې د محاصرې ماتولو، د خلکو د ژغورنې او د مقاومت د ملاتړ په برخه کې بې‌پروا پاتې شي، د تاریخ په پاڼو کې به یې نومونه د خاینانو په توګه ولیکل شي.

اخوان المسلمین ویلي، د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه، بلکې د ټول اسلامي امت قضیه ده او د هر مسلمان دنده ده چې د غزې د ماشومانو، ښځو او بې‌ګناه خلکو د ژغورنې لپاره هر ډول قربانۍ ورکړي.

غورځنګ له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې، چې د خپلو امکاناتو له مخې د مرستې او ملاتړ لارې پرانیزي او د فلسطیني مقاومت تر شا ودریږي.

مربوطه مطالب

Back to top button