اسلامي امارت د زلزلهځپلو په تړاو د نړيوالو له مرستو او خواخوږۍ مننه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي تلفاتو په تړاو د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونو د مرستې او همدردۍ له امله مننه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، چې د نړۍ ګڼ هېوادونه او نړیوال بنسټونه د خواخوږۍ او غمرازۍ ترڅنګ د افغان زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره بشري مرستې هم رالېږلې دي.
په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو بیرغونه خپاره کړي، چې له افغان زلزلهځپلو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او مرستې یې ور لېږلې دي.



