اشغالي قدس کې د ډزو پېښه؛ ۴ تنه صهیونیستان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې د اشغالي قدس په شمال کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د ټپیانو له ډلې د ۷ کسانو روغتیایي وضعیت یې نازک بلل شوی دی.

تر اوسه د پېښې په اړه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو سرچینې وایي چې ډزې د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې دي.

په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button