روسیې د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ ټنه نوره بشري مرسته راولېږله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره یې نن دویمه جوپه ۲۰ ټنه بشري مرسته استولې ده.

په دې مرسته کې کمپلې او خیمې شاملې دي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم لېږل شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، د ال-۷۶ ډوله الوتکې په وسیله یادې مرستې د روسیې له ژوکوفسکي هوايي ډګر څخه د افغانستان پر لور ولېږدول شوې.

دا مرسته هغو کورنیو ته رسول کېږي چې د تېرې اوونۍ زلزلې یې کورونه ویجاړ کړي دي.

روسیې درې ورځې وړاندې هم ورته ۲۰ ټنه بشري مرسته کابل ته رالېږلې وه.

د تېرې دوشنبې د شپې زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولی، چې د وروستیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۶۴۰ ډېر ټپیان شوي دي او شاوخوا اووه زره کورونه يې ويجاړ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button