کرکټ: افغانستان نن د هانک کانګ پر وړاندې د آسیا شل اوریز جام لومړۍ لوبه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴):

د آسیا شل اوریز جام په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن سه‌شنبه د هانک کانګ پر وړاندې میدان ته ښکته کيږی. د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، لوبه به د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د دغو سیالیو په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانک کانګ شامل دي، چې له ډلې یې دوې غوره لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره مومي.

افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش او درېیمه د همدې میاشتې په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

په یادو سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې ګډون کوي او د سپټمبر تر ۲۸مې به دوام ولري.

افغان لوبډلې ته په دې لوبو کې راشد خان لوبډلمشري کوي.

د يادونې ده، چې د افغانستان لوبډلې په وروستیو کې د افغانستان، پاکستان او اماراتو درې اړخیزه لوبلړۍ پاکستان ته بایللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button