کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي پوځ ویاند اعلان کړی، چې د غزې تړانګې د جبالیا سیمه کې د دوی یو پوځي قوماندان وژل شوی دی.
د پوځ په خبره، دغه قوماندان په هغو نښتو کې وژل شوی چې د فلسطیني مقاومت ځواکونو او اسرائیلي پوځ ترمنځ روانې دي.
سرچینې وایي ،چې یاد قوماندان د یوې پوځي قطعې مشري پر غاړه لرله او مرګ یې د پوځ لپاره لویه ضربه بلل شوې ده.
جبالیا کې له تېرو څو ورځو راهیسې د صهیونیستي اشغالګرو او فلسطیني مقاومت تر منځ د شدیدو جګړو شاهده ده، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ټانکونه، پوځي وسایط او عسکر د مقاومت ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
په عین حال کې د مقاومت ډلې وایي چې د جبالیا جګړه ښيي، چې دښمن د پرمختګ توان نه لري پرلپسې بریدونو له ماتې سره مخ کړي دي.
د صهیونیستي پوځ لخوا د خپل د قوماندان وژل کېدلو پخلی په داسې حال کې کېږي، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت عملیات پراخ شوي او د اشغالګر پوځ تلفات ورځ تر بلې ډېرېږي.