په کابل ښار کې د پلخیشتي تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ پرانیستل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴):
د کابل ښار په پلخیشتي سیمه کې نوی تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال وویل، چې دا مارکیټ د ښار د سوداګریزو چارو د اسانولو لپاره جوړ شوی او د سمو خدماتو او ساتنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د مسوولینو په وینا، یاد مارکیټ د ۳۰ کلونو لپاره یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له مخې به یې ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکتونو او ۳۵ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ خزانې ته لېږدول کېږي.
ښاروالۍ زیاتوي، دا پروژه د هغو له ۲۰۰ څخه د زیاتو رغنیزو پروژو یوه ده، چې دا مهال د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د کابل په بېلابېلو برخو کې روانې دي. د مسوولينو په خبره، ډېر ژر به نورې ورته پروژې هم پرانیستل شي.



