چین د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د ۵۰ میلیونه یوانو مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴):

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ۵۰ میلیونه یوانو په ارزښت مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، چې په دغو مرستو کې خېمې، کمپلې، ترپالونه، خوراکي او نور لومړني بېړني توکي شامل دي.

نوموړی زياتوي، د مرستو لومړۍ جوپه د روانې میاشتې په ۷مه نېټه کابل ته رسېدلې ده او پاتې برخه به یې په راتلونکو ورځو کې ولېږدول شي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرسته د چین د حکومت د ځانګړې همکارۍ په توګه له افغان زلزله‌ځپلو سره روانه ده.

یادې مرستې په داسې حال کې کېږي، چې د هېواد ختیځو سیمو کې د تېرې اوونۍ زلزله له شپږ زرو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کورنۍ یې له خپلو هستوګنځايوتو بې‌برخې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button