ولسمشر اردوغان: له غزې د صهیونیستي اشغالګر پوځ بشپړ وتل نږدې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی،۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د غزې له تړانګې د صهیونیستي ځواکونو بشپړ وتل ډېر نږدې شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی، د مقاومت ځواکونو د مبارزې او د فلسطیني ولس د استقامت پایله به د غزې بشپړ آزادي وي.

اردوغان د ترکیې د کابینې په غونډه کې زیاته کړه، چې د صهیونیستي رژیم د جنګي جنایتونو پر وړاندې د نړیوالو ملتونو غږ ورځ تر بلې اوچتېږي او د دې اشغال د پای ته رسېدو نښې نښانې په ډاګه دي.

هغه وویل: “د غزې له تړانګې به د صهیونیستي ځواکونو بشپړ وتل ډېر ژر عملي شي، او نړۍ به د فلسطیني ولس او مقاومت د بریا شاهده وي.”

مربوطه مطالب

Back to top button