قطر کې د حماس پر سیاسي دفتر د اسرئیلو برید؛ مشران یې روغ وتلي

کابل ټکی کام( سه شنبه ۱۸، وږی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني سرچینو په وینا اسرئیلي الوتکو د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په سیاسي دفتر هوایي برید کړی، خو د یاد دفتر مشران له برید څخه روغ وتلي دي.

سرچینې زیاتوي چې برید د دوحې په یوه ګڼ مېشته سیمه کې ترسره شوی؛ خو د حماس د مشرتابه شورا غړي له سیمې څخه په خوندي توګه ایستل شوي دي.

حماس غورځنګ ته نږدې کسانو “الجزیرې” ته ویلي، چې دغه برید د اسرئیلو د ماتې نښه ده او د مقاومت مشران به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button