برېښنا د يوه هيواد د پرمختګ بنسټ

وړمه ورځ د افغانستان برېښنا ریاست د انرژۍ په برخه کې د پانګونې په موخه یو مهم کنفرانس جوړ کړ. دا ډول ناستې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ زيري له ځان سره لري، ځکه انرژي د عصري ژوند او پرمختللي اقتصاد اساسي ستن بلل کېږي. هېڅ هېواد نشي کولای د صنعت، کرنې، ښوونې، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي، تر څو چې کافي او باثباته انرژي ونه لري.
افغانستان د اوبو پرېمانه سرچينې، د لمر له دوامدار وړانګو او د باد له طبیعي سرچینو برخمن هېواد دی. که له دغو سرچینو سمه ګټه پورته شي، هېواد کولای شي نه یوازې خپله اړتیا پوره کړي، بلکې د سیمې هېوادونو ته هم د انرژۍ صادرونکی شي. د انرژۍ تولید او پراختیا د خلکو لپاره د نوو دندو د رامنځته کېدو، د تولیدي سکتور د پیاوړتیا، د کورنیو عوایدو د لوړوالي او د ملي اقتصاد د ثبات په څېر مهمو برخو کې کلیدي رول لري.
د اسلامي امارت له لوري د انرژۍ او برېښنا په برخه کې ځانګړې پاملرنه د ستاینې وړ ده. دا پالیسي څرګندوي چې اوسنی حکومت د لنډمهاله اړتیاوو پر ځای، د اوږدمهاله پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کوي. د داسې ناستو جوړېدل د پانګوالو باور زیاتوي، نړیوالې همکارۍ ته زمینه برابروي او افغانستان د انرژۍ برخه کې د ځان بساینې او خودکفايي پر لور بيايي.
که چېرته دغه برخه کې د پلان سره سم کار وشي، د څو محدودو کلونو په موده کې به افغانستان د انرژۍ له پلوه پر ځان بسیا هيواد شي او د سیمه ییز اقتصاد په نقشه کې به د یو مهم لوبغاړي په توګه وځلېږي.



