کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ پر سیاسي دفتر د اسرائيلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
په دې برید کې د حماس څو غړي شهیدان شوي چې اسلامي امارت د هغوی کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې پر قطر هېواد او د حماس په سیاسي دفتر برید د ټولو انساني او سیاسي موازینو خلاف وحشیانه عمل دی، او اسرائيلي رژیم په پرلپسې ډول د نړیوالو نورمونو او انساني اصولو نقض کوي، خو نړیوال سازمانونه او اغېزناک هېوادونه یې پر وړاندې چوپ پاتې دي.
اسلامي امارت له نړیوالو غوښتي چې د اسرائيلو د تجاوزاتو او وحشتونو مخه ونیسي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وکړي او د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې روان ظلم پای ته ورسوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د صهیونیستانو ظلمونه به په درنو سزاوو سره د هغوی د ماتې او عبرت لامل شي.