افغان لوبډلې د اسیا کپ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):

د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې د اسیا کپ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه. دغه لوبه پرون ماخوستن سه‌شنبه، د وږي ۱۸مه د اوبوظبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو شل اورونو کې یې ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې صدیق اتل ۷۳ منډې، عظمت‌الله عمرزي ۵۳ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې. هانګ کانګ په ځوابي لوبه کې ونه توانېد ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټولې یې یوازې ۹۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۱۶مه له بنګله‌دېش او درېیمه د همدې میاشتې پر ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

په اسیا کپ کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې افغانستان په ب ګروپ کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ سره شامل دی.

مربوطه مطالب

Back to top button