ایران د قطر پر خاوره د اسرائيلو برید غندلی او له فلسطیني مقاومت سره یې د ملاتړ اعلان کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی ۱۴۰۴):
د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان په تازه څرګندونو کې د اسرائيلو لخوا د قطر پر خاوره د برید او د فلسطیني مقاومت د مشرانو د نښه کولو عمل په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړي ویلي، دا برید د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده، چې د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کوي.
ولسمشر بزشکیان زیاته کړې چې د نړیوالو ټولنې چوپتیا د حیرانتیا وړ ده، خو ایران به د قطر د حاکمیت او د فلسطین د مظلوم ملت تر څنګ ودرېږي. هغه ټینګار کړی چې دغه ډول بریدونه د فلسطینیانو د ازادۍ د مبارزې هوډ او مقاومت کمزوری نه شي کولای.
ایران یو ځل بیا خپل دریځ څرګند کړی چې د سیمې له مظلومو ملتونو سره ولاړ دی او اجازه به ور نه کړي چې یو اړخیزې سیاستونه د سیمې امنیت او راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.



