سهیل هندي: د ټول ځواک په کارولو سره به وسله وال مقاومت ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “سهیل الهندي” د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر سیاسي دفتر د صهیونیستي رژیم وروستي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې د ټول ځواک په کارولو سره به وسله وال مقاومت ته دوام ورکوو.

هغه ویلي، چې د دښمن له لوري شوې دغه بزدلانه هڅه د دې لپاره وه چې د حماس مشرتابه په نښه کړي؛ خو د خدای په فضل سره د غورځنګ مشران له پېښې روغ وتلي دي.

الهندي ټینګار کړی چې دغه بریدونه د حماس د مبارزې اراده نه شي کمزورې کولی، بلکې لا به یې د اشغال پر وړاندې د مقاومت هوډ پیاوړی کړي.

نوموړي زیاته کړه:
«موږ به خپلې وسلې هېڅکله پر ځمکه کېنږدو، زموږ یوازینۍ لار د اشغال پر وړاندې مبارزه ده او تر هغې به دوام کوي څو چې زموږ ملت خپلواک او دښمن د خاورې له هرې برخې څخه وشړل شي.»

د حماس د سیاسي دفتر غړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د سیمې بېلابېلو هېوادونو د اسراییلو وروستی برید غندلی او هغه یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button