په هلمند کې د ۶۳ ډولو ۴۶۷ کارټنه قاچاقي درمل نیول شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی ۱۴۰۴):
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي مدیریت لخوا په مارجه ولسوالۍ کې دوه موټر قاچاقي درمل کشف او نيول شوي دي.
د روغتیا ریاست مسوولین وايي، یاد درمل چې ۶۳ ډوله او ۴۶۷ کارټنه کېږي، د جنایي مدیریت له لوري د عامې روغتیا ریاست ګدام ته لېږدول شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست په وینا، دغه درمل به ژر د ځانګړې کمیټې په حضور کې له منځه یوړل شي.
چارواکو ویلي، نیول شوي درمل د قاري مولوي فضلي احمد “شفیع الله” د هدایت پر اساس د څارنې او څېړنې آمر ډاکتر سردار محمد قاصد او د روغتیايي ټیم تر نظارت لاندې تسلیم او انتقال شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست مسوولانو درمل پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چې له قاچاقي لارو د درملو د راوړلو ډډه وکړي، که نه د هغوی درمل به ضبط او له منځه یووړل شي او عاملان به يې عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.



