یمني ځواکونو صهیونیستي بریدونو ته په غبرګون کې تل أبیب په نښه کړ؛ صنعا کې د شهیدانو شمېر ۷۵ تنو ته ورسېده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمینې صنعا کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، د صهیونیستي رژیم له خونړیو بمبارونو وروسته یې د غبرګون په توګه پر تلابیب د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو دقیق بریدونه کړي دي.
له بل پلوه د یمن روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په صنعا کې د شهیدانو شمېر ۷۵ تنو ته رسېدلی او تر ۳۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې شهیدانو او ټپیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي، او ګڼې ودانۍ او کورونه ویجاړ شوي دي.
د یمني چارواکو په خبره، دا بریدونه د ملکي وګړو پر مېشتځایونو ترسره شوي، روغتونونه له ګڼو ټپیانو ډک دي او د ژغورنې ډلې لا هم له ویجاړو شویو ودانیو لاندې د خلکو د ایستلو هڅې کوي.
د یمن وسلهوال ځواکونه وایي، د تلابیب پر وړاندې دا عملیات د صهیونیستي اشغالګرو د وحشیانه جنایتونو ځواب دی او ټینګار کوي چې راتلونکي کې به دا بریدونه لا پسې پراخ شي.
یمني مشرانو نړیواله ټولنه هم پر دې غندلې ده ،چې د ملکي خلکو د وژنې پر وړاندې چوپ پاتې دي او د صهیونیستي رژیم پر جنایتونو سترګې پټوي.



