افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وږی ۱۴۰۴):
د افغانستان خصوصي سکتور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي قرارداد شرکت ترمنځ په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او د قزاقستان د سفیر ګزیز اکباسوف په شتون کې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې له دې هوکړو سره سم به نږدې ۶۰۰ زره ټنه لومړني توکي، لکه اوړه، غنم، زغر او سویابین له قزاقستانه افغانستان ته وارد شي.
وزیر نورالدین عزیزی په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې روانې دي او وزارت یې پلان لري، څو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.



