د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطين خپلواک دولت جوړېدو پرېکړه ليک تصویب کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نيويارک د پرېکړه ليک په نوم هغه طرحه په غوڅ اکثريت سره تصويب کړه چې د فلسطين خپلواک دولت جوړېدو ته لاره هواروي.
د راپورونو له مخې، ۱۴۲ هېوادونو مثبتې، د امریکا په شمول ۱۲ هېوادونو او اسرائيلو منفي او ۱۰ هېوادونو شنډې رايې ورکړې دي.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوی چې د فلسطين دولت به د حماس له ګډون پرته جوړېږي او له دغې ډلې د وسلې سپارلو غوښتنه شوې ده. همدارنګه د حماس بريدونه او د اسرائيلو له لوري په غزه کې بمبارۍ، کلابندي او د ولس وژنې هم غندل شوي دي.
د خليج هېوادونو په ګډون ګڼو عربي هېوادونو د دې پرېکړه ليک ملاتړ کړی او دا يې د جګړې درېدو او سياسي حل لارې پر لور د نړيوالې اجماع نښه بللې ده.
راپورونه وايي چې په نږدې راتلونکي کې به بريټانيا، فرانسه، کاناډا او اسټراليا د فلسطين خپلواک دولت په رسميت وپېژني.



