یمني ځواکونو حیفا کې د صهیونیستي رژیم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او پر غزې د وحشیانه بریدونو ځواب کې یې د صهیونیستي رژیم پر مهمو پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
د پوځ ویاند جنرال “یحیی سریع” ویلي، چې د بالستیک توغندیو پر مټ یې حیفا ښار کې د اشغالګرو یو مهم پوځي مرکز په نښه کړی او هدف یې په بریالیتوب ترلاسه کړی دی.
په بیان کې زیاته شوې، چې بې پېلوټه الوتکو یې هم د صهیونیستي دښمن پر بېلابېلو هوايي ډګرونو او نظامي اډو بریدونه کړي چې ټولې موخې په بریالیتوب ویشتل شوي دي.
د یمن وسلوالو ځواکونو په ټینګار سره ویلي، چې دغه عملیات یې د ديني، اخلاقي او انساني وجیبو له مخې ترسره کړي او تر هغه به روان وي څو چې د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او د صهیونیستي رژیم وحشیانه بریدونه بند نه شي.



