د اسرائیلو هوایي بریدونه؛ شیخ رضوان او جبالیا کې ۷۰ فلسطينيان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني سرچینو په وینا، د صهيونيست اسرائیلي پوځ د تازه هوايي بریدونو په ترڅ کې د غزې په شیخ رضوان او جبالیا النزله سیمو کې له نن سهاره تر اوسه ۷۰ تنه فلسطينيان شهيدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي. بریدونه پر ښوونځیو، د کډوالو پر خیمو، استوګنیزو کورونو او ودانیو ترسره شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د تخلیې له امر وروسته د اسرائیلي پوځ له ۱۸ زیات بریدونه د کډوالو پر پناهځایونو، ښوونځیو او استوګنیزو ودانیو شوي دي.

همداراز د شاطي کډوالو کمپ کې کورونه، یو د کډوالو ښوونځی او ۱۶ استوګنیزې ودانۍ بمبار شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې‌سرپناه شوې دي.

راپورونه ښيي چې د بمباردونو له امله ګڼ فلسطینیان اړ شوي د خان‌یونس د مواصي سیمې پر لور حرکت وکړي، خو د ځای نشتوالي له امله ځینې کورنۍ بېرته ښار ته ستنې شوې دي.

دا بریدونه د اسرائیل د «ارابه‌های ګیدئون ۲» پوځي عملیاتو برخه بلل کېږي چې د سپټمبر په لومړیو کې د غزې د ښار د نیولو لپاره پیل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button