تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۱۱۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرينو عالي کميسيون وايي، پرون جمعه له بېلابېلو لارو ۱۱۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

ياد کميسيون ويلي، ۵۴۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۹۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۲۵ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې او ۲۴۰ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې یاد کډوال د راستنېدو پر مهال د اسلامي امارت له لوري د مرستو برخمن شوي دي. مسوولين وايي، هڅه کېږي چې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې عاجلې مرستې برابرې شي.

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، یوازې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه اداره زیاتوي چې کډوال داسې مهال هېواد ته ستنېږي چې د افغانستان بشري اړتیاوې ډېرې خو امکانات یې محدود دي.

مربوطه مطالب

Back to top button