ډونالډ ټرمپ: دپوتین پر وړاندې مې صبر ختم شوی؛ د غزې وضعیت به سم کړم

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې یې صبر ختم شوی او که اړتیا وي، پر روسیه به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ رسنيو سره په تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د ګمرکي تعرفو لوړولو ترڅنګ، د بانکونو او نفتو پر ضد هم د بندیزونو پلان لري.

نوموړي زیاته کړې چې د اوکراین او روسیې د ولسمشرانو تر منځ دښمني ډېره ژوره ده او د اړیکو جوړېدل یې ډېر سخت دي.

ټرمپ همداراز پر روسیې د هغو ډرون بریدونو له امله هم نیوکه کړې چې د پولنډ هوايي حریم یې نقض کړی دی.

د غزې جګړې په اړه ټرمپ ټینګار کړی چې د ده اداره به د غزې وضعیت سم کړي.

هغه ویلي، حماس باید ټول برمته کسان خوشې کړي، خو په وینا یې، د تېرو دوو ورځو په بریدونو کې ښايي ځینې برمته شوي کسان وژل شوي وي. ټرمپ زیاته کړې، باید روښانه شي چې حماس پاتې ژوندي او مړي برمته شوي کسان بېرته سپاري که نه.

مربوطه مطالب

Back to top button