په دایکنډي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پراختیايي پروژو کار پيل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د دایکنډي ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په پاتو او سنګتخت و بندر ولسوالیو کې د اوو پراختیايي پروژو چارې رسماً پیل شوې چې د دغو پروژو ټول لګښت څه باندې ۱۲،۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې يادو پروژو کې د اتو کیلومترو کلیوالي سړکونو ترمیم، د ۴۰۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال، د ۱۵۰ مترو استنادي دیوال او د یوه پلچک جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي او د بشپړېدو وروسته به د اړوندو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ او کرنیزو چارو ستونزې په پراخه کچه راکمې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button