کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څلورو همکارو بنسټونو سره د ۱ میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د مهاجرينو وزارت وايي، د هوکړه لیکونو له مخې یاده مرسته به د نغدي مرستو وېش، ژمنیو توکو، روغتیايي خدمتونو، پخلنځي وسایلو، زده کړو، عامه پوهاوي، د کډوالو د ملاتړ مرکزونو جوړولو، د کاري فرصتونو برابرولو او رواني روغتیا په برخو کې ولګول شي.
د وزارت په وینا، دا پروژې به په اتو ولایتونو کابل، کونړ، هلمند، زابل، نیمروز، بادغیس، فراه او هرات کې عملي شي چې له امله به یې ۱۰ زره ۷۴۹ کورنۍ او ۱۱۰ زره ۸۱۲ تنه راستنېدونکي، بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي برخمن شي.

















