کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو وزارت د غزني په ولایت کې د ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د مقر – ناوې د ۲۰.۵ کیلومتره اوږد سړک د رغونې چارې پیل کړې دي.
دغه سړک ۱۲.۳ متره پلنوالی لري چې ۷.۳ متره یې په اسفالټي ډول جوړېږي او دواړو غاړو ته به ۲.۵ متره شولډرونه په نیمه پاخه ډول جوړ شي. د سړک په اوږدو کې ۴۷ مصنوعي جوړښتونه او دوه پایې پلونه هم رغول کېږي. د رغونې چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د مسوولينو په وینا، د مقر – ناوې د سړک د کار پر مهال ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د بشپړېدو په صورت کې به د غزني د مقر، ناوې، ګیلان ولسوالیو او د زابل او پکتیکا ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ او د کرنیزو توکو د لېږد ستونزې هوارې شي.

















