کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو د اشغالګر صهیونیستي ريژیم پر ضد تازه بریدونه ترسره کړي او د فلسطین په اشغالو سیمو کې یې مهم اهداف په نښه کړي دي.
د یمني پوځ ویاند ویلي، چې دغه بریدونه د صهیونیستي رژیم د کمزوري کولو او د غزې د مظلوم ولس او مقاومت د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې د غاصب ریژیم پوځي تأسیسات او حساسو ځایونه ویشتل شوي او د صهیونیستي پوځ په لیکو کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.
د یمني ځواکونو په خبره، تر هغه چې په غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو یرغل او وحشت لړۍ روانه وي، د دوی بریدونه به هم دوام لري او صهیونیستي رژیم به د هر ځل په پرتله زیات زیان ویني.

















