د غزې شجاعیه کې د سرایة القدس بریدونه؛ ګڼ صهیونیستي پوځیان مړه او ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي جهاد پوځي څانګې «سرایة القدس» ځواکونو د غزې په شجاعیه سیمه کې په صهیونیستي ځواکونو بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر پوځیان مړه او ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، چې بریدونه په دقت پلان شوي وو او د صهیونیستي ګڼ شوبلې هم ویجاړې شوي دي.

د سرایة القدس ډلې ویاند ویلي، چې دا بریدونه د مقاومت دوامداره هڅو کې برخه دي او د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې یې د غزې خلکو د دفاع څرک ښکاره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button